(۵۹) کورنۍ (۱۵) کاله وروسته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمر وايې په دغه ولايت کې (۵۹) کورنۍ د (۱۵) کالو څخه وروسته د غوايي په (۳۱) مه بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې.
له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه (۲۴۴۲) تنه افغان مهاجر د غبرګولي په لومړۍ نېټه هېواد ته راستانه شول.
لغمان کې (۱۹۷) کورنيو سره مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۹۷) کورنيو سره د غوايي په (۲۸) مه نغدي مرستې وشوې.