تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

پرون دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۷مه  ۲۸۶تنه افغان مهاجرین د طورخم فرضی کرښي له لاري خپل هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۵ کورنۍ، چې ۲۸۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.