له پاکستان څخه دوه زره افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د تلې د ۸ مه مې څخه ۱۲ مې نیټې پورې دوه زره تنه افغان مهاجر له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
بلخ کې ۸ کورنيو سره مرستې وشوې
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۸ بېځايه شوو کورنيو سره د تلې په ۱۲ مه د خوراکي توکو دوېش خبر ورکړ.
باميانوکې له زرو زياتو کورنيو سره د درېيم ځل له پاره نغدي مرستې وشوې
د باميانو ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې د درېيم ځل له پاره يو زرو او ۹۳ کورنيو ته د تلې په ۱۱ مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
بلخ کې ۱۸۵ کورنيو سره د خوراکي توکو او صابون جوړولو د وسايلو مرستې وشوې
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۱۸۵ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيو ته د تلې په ۱۰مه د خوراکي توکو او صابون جوړولو د وسايلو د ورکړې خبر ورکړ.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د راستنېدونکو په ښارګوټي کې يو ښوونځی جوړيږي
د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ د راستنېدونکو په ښارګوټي کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته يو لومړنی ښوونځی جوړيږي.
سمنګان کې نږدې ۶۰۰ کورنيو سره مرستې وشوې
سمنګان کې ۵۸۸ کورنيو سره د مهاجرينو چارو رياست له لارې د زمري په ۹مه نغدي او د روغتيايي کڅوړو مرستې شوې.