د وزیر پیام
د کډوالو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر پیغام
الذین امنوا وهاجروا وجاهدوا فی سبیل الله باموالهم وانفسهم اعظم درجة عند الله واولئک هم الفائزون
د اسلام مبارک دین د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو د حق موخو لپاره له ویاړه ډک مهاجرتونه کړي دي. څرنګه چې د دین د ساتلو او جهاد په موخه مهاجرت لوړ مقام لري، له نیکه مرغه افغانانو په خپل معاصر تاریخ د اسلام د خپرولو او له خپلو مېنو د اشغالګرو د ایستلو لپاره ویاړلي مهاجرتونه کړي، چې له یوې خوا یې د اسلام پر احکامو عمل کړي او بل لور یې ثابته کړې چې د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه بريالۍ کېدونکې ده.
جوته خبره ده چې افغانانو د بېوزلۍ یا نورو موخه لپاره کډوال شوي نه دي، افغانانو خپلې ځمکې، کاروبارونه، کښتونه او کورونه د پخواني شوري اتحاد او غرب د اشغالونو له امله پريښودل او بېرته یې د خپلو ملاو په تړلو سره ثابته کړه، چې د خپلو پلرونو او نیکونو په لار چې د وطن خپلواکي او د اسلامي نظام حاکمیت دی، روان دي.
د اسلامي امارت له دویمې بریا سره سم د افغان کډوالو پر وړاندې د زورزیاتي او ان په جبري ډول شړل یې چې د ټولو اصولو پر خلاف وو پیل شول. له یوې خوا په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لنډ وخت تېر شوی و، له بلې خوا اقتصادي ستونزې او د نړۍ ظالمو بندېزونه د راستنېدونکو لپاره د اسلامي امارت پر امکاناتو منفي اغېز کولای شوی، خو د الله په نصرت او د اسلامي نظام له برکته، وتوانیدو چې په کمو داخلي امکاناتو میلیونونو راستنېدونکو ته ګڼې لنډمهاله اسانتیاوې او د دایمي سرپنا لپاره ورته لسګونه ښارګوټي په نظر کې ونیسو.
د افغان کډوالو شړل پر اسلامي امارت د فشار وسیله نه ده، اسلامي امارت هر راستنېدونکي ته هر کلی وايي، په پولو کې ورته اړتیا وړ خدمات او مالي امکانات چمتو شوي او ژمن یو چې د کډوالۍ د فکر ختمولو په موخه دایمي حللارې چټکې کړو او راستانه شوي به په هېواد کې د خدمت وړ او د ټولنې فعاله برخه شي.
اسلامي امارت ژمن دی، چې د کډوالو لپاره شوې ژمنې به پوره کوي او پر خپلو مهاجرو هېوادوالو غږ کوو، چې افغانستان ستاسې خپل کور دی او اسلامي امارت به ستاسې هرې غوښتنې ته غوږ نیسي.
اړینه ده چې د کډوالو کوربه هېوادونه د افغانانو باعزته راستنېدونې ته لاره هواره کړي او د هغوي د شتمنۍ له ضایع کېدو مخنیوي وکړي، له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د مهاجرت په برخه کې خپل مسوولیت ترسره او پر وخت د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو لاس نیوی او ورسره همکاري وکړي.
مولوي عبدالکبیر