د بېځایه شوو شمېر
د راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او له مرستو برخمنو کورنیو د وضعیت احصایوي راپور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو د وضعیت د څارنې، د هغوی د ستونزو د حل او د اړینو خدمتونو او مرستو د برابرولو په موخه، د ترسره شوو فعالیتونو او وړاندې شوو خدمتونو احصایې په منظم ډول ثبت او وړاندې کوي.
د وزارت د ثبت شوو شمېرو له مخې، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور تر ۳۰مې نېټې پورې، ټولټال ۸٬۱۷۷٬۹۵۵ تنه راستنېدونکي هېواد ته راستانه شوي دي.
همدارنګه، په هېواد کې د داخلي بېځایه شوو کورنیو ټولټال شمېر ۳۸۰٬۲۹۹ کورنیو ته رسېږي. په همدې موده کې ۱۷۶٬۲۲۵ کورنۍ له داخلي بېځایه شوو او راستنېدونکو څخه خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوې دي.
له بلې خوا، د ۱۴۰۲ لمریز کال د حمل له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال د جوزا تر ۳۰مې نېټې پورې، ټولټال ۲٬۶۵۰٬۴۱۱ کورنۍ له راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او اړمنو کورنیو څخه له اړینو مرستو څخه برخمنې شوې دي.
د موجودو شمېرو له مخې، ۱۲٬۳۷۴ تنه راستنېدونکي او داخلي بېځایه شوي کسان هم له حقوقي ملاتړ او خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ، د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو د ثبت، انتقال، ځای پر ځای کولو، د ستونزو د حل، بشري مرستو او حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ته دوام ورکوي.
د ۱۴۰۴ کال د بیځایه شویو شمېر
|
بېځایه شوې کورنۍ |
موجودې کورنۍ |
لېږدول شوې کورنۍ |
ټولې مرسته شوې کورنۍ |
ټولټال |
|
۸۵۱۴ |
۳۸۲۰۰۶ |
۵۷۸ |
۳۹۲۱۷۸ |
۷۸۳،۲۷۶ |
د ۱۴۰۳ کال د بیځایه شویو شمېر
|
حمل/ وری |
ثور/ غويي |
جوزا/غبرګولی |
سرطان/ چنګاښ |
اسد/زمری |
سنبله/وږی |
میزان/تله |
عقرب/ لړم |
قوس/لیندۍ |
جدی / مرغومې |
دلو/سلواغه |
حوت / کب |
مجموعاٌ |
|
۳۴۸۰ |
۵۷۹۴ | ۱۵۰۴ | ۳۶۸ | ۸۲ |
په هیواد کې د ټولو بېځایه شوو کورنیو شمېر
د ۱۴۰۲ کال د بیځایه شویو شمېر
|
حمل/ وری |
ثور/ غويي |
جوزا/غبرګولی |
سرطان/ چنګاښ |
اسد/زمری |
سنبله/وږی |
میزان/تله |
عقرب/ لړم |
قوس/لیندۍ |
جدی / مرغومې |
دلو/سلواغه |
حوت / کب |
مجموعاٌ |
|
۳۱۳ |
۲۰۲ |
۲۰۷ |
۱۳۵ |
۲۰۳ |
۹۶۷۵ |
۱۲۰ |
۹۹۲۳ |
۶۱۵ |
۱۵۲۹ |
۱۷۴ |
۱۱۱ |
۲۳۸۸۴ |