د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د وزير ژوند ليک
نور رحمن اخلاقي د رجب علي زوی پر( ۱۳۵۸ل) کال کې د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ په يوه دينداره او روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د کانکور د ازموينې له لارې دکابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بريالی شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي څخه ترلاسه کړ. دماسترۍ سند يې د ازاد اسلامي پوهنتون د سوداګرۍ او ستراتېژيک مديريت په برخه کې ترلاسه کړ او مورنۍ ژبه يې فارسي دري ده.
ښاغلي نور رحمن اخلاقي د نور تلويزون درياست سربېره د جمعيت اسلامي د ځوانانو دټولنې مشر، د افغانستان د جمعيت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی،د هفت نامه ثبات ايديټر، د کرنې وزارت حصوصي سکتور په رياست کې دنده او اوسمهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير په توګه خپله دنده پرمخ وړي.