د وزارت په هکله
مخینه:
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په لومړي ځل په 1365 هـ.ش کال کې د یوې کمېټې په توګه رامنځته شو؛ دغې کمېټې له 1365 تر 1369 هـ.ش پورې د وزیرانو شورا تر رهبرۍ لاندې فعالیت درلود او بیا یې وروسته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تر عنوان لاندې د وزارت کچې ته ارتقاء وکړه.
په 1371 هـ.ش کال کې د مجاهدینو تر کامیابۍ وروسته د حکومت په تشکیلاتي جوړښت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت یو ځل بیا په فعالیت شروع وکړه، د اسلامي امارت په لومړي ځل واکمنېدو سره یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره مدغم او په تېره اداره کې یې د وزارت په کچه فعالیت تر سره کړی دی.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د امارت په تشکیلاتي جوړښت کې یاد وزارت بیا په فعالیت شروع وکړه او په میلیونونو افغان مهاجرینو ته یې د خپلې خوښې او باعزته راستنېدنې زمینه برابره کړې، چې په دې سره په تېرو 4 کالونو کې کابو 6 مېلیونه افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو او د امکان تر حده د لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونو د پلي کولو په موخه د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو سره د ټولو اړوندو ستونزو د حل په موخه هلې ځلې کوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څخه تر 1403 د لیندۍ تر 21 نېټې پورې د یاد وزارت د رهبرۍ چارې شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني(رح) او اوس مهال یې محترم مولوي عبدالکبیر پر غاړه لري.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت تشکیلاتي جوړښت:
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې (2) معنیتونه، (17) مرکزي ریاستونه، (3) مستقل مرکزي آمریتونه (1) د حقوقي او ټولنیزو چارو مشاوریت(21) د دویمي واحدونو ( ولایتونو) ریاستونه او (13) د دویمي واحدونو ( ولایتونو) آمریتونه لري، چې د معنیتونو او مرکزي ریاستونو او آمریتونو نومونه یې په لاندې ډول دي:
معینیتونه: د مالي او اداري چارو معینیت او مسلکي معینیت؛
مرکزي ریاستونه: د مقام د دفتر ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست، د څارنې او ارزونې ریاست، د کارکوونکو چارو ریاست، د مالي او اداري چارو ریاست، د حقوقي ملاتړ ریاست، د ښارګوټو د خدمتونو ریاست، د آتشو او د مهاجرینو چارو د انسجام ریاست، د څېړنې او معلوماتو ریاست، د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د مهاجرینو په چارو کې د مؤسساتو د انسجام ریاست، د داخلي بې ځایه شوو وضعیت ته د رسېدنې ریاست، د راستنېدنې او بیا مېشتدنې ریاست او د دایمي حل لارو د موندلو ریاست؛
مرکزي مستقل آمریتونه: د ولایتونو د همغږۍ آمریت، د تدارکاتو آمریت او د مسلکي کادرونو د هڅوونې آمریت.
د وزارت دویمي واحدونه: د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل، پروان، نیمروز، لغمان، هرات، بلخ، پکتیا، ننګرهار، کندز، غزنی، بغلان، سمنګان، هلمند، بدخشان، فاریاب، خوست، لوګر، جورجان، قندهار، پکتیکا او تخار ولایتونو کې د دویمي واحدونو په توګه د ریاست په کچه کار کوي او په غور، بامیان، بادغیس، میدان وردک، پنجشېر، ارزګان، فراه، کاپیسا، زابل، دایکندي، کنړ، نورستان او سرپل ولایتونو کې د دویمي واحد په توګه د آمریتونو په سطحه کار کوي.
سرحدي استازولۍ: همدا راز د سرحدي ولایتونو په پولو کې د وزارت استازولۍ چې د اړوند ولایت د ریاست تر چتر لاندې د درېیمي واحدونو په توګه د آمریت په سطحه کار کوي؛ د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار تورخم بندر، د هرات اسلام قلعه، د بلخ حیرتان بندر، د کندز شېرخان بندر، د نیمروز میلک، د خوست غلام خان، د پکتیا پټان (خرلڅی)، د پکتیکا انګور اډه، د هلمند بارامچه، د کنړونو نوا پاس، د فراه ابوالنصر فراهي او د بدخشان واخان سرحدي استازولۍ لري.
بهرنۍ استازولۍ( آتشې): همدا راز د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان په پېښور، اسلام آباد، بلوچستان او کراچۍ د اېران په تهران، مشهد او زاهدان ښارونو کې استازولۍ (آتشې) لري.
شمېره | د مسول نوم | د خدمت کلونه | د ادارې نوم |
۱ | جنرال محفوظ |
1365 |
د کمېټې مسول |
۲ |
محمد حسن شرق |
1366 ـ 1367 |
د راستنېدونکو او مهاجرینو ادارې مسول |
۳ | داکتر جلال | 1367 | د راستنېدونکو او مهاجرینو ادارې مسول |
۴ | عبدالغفار فراهی | 1367 | // |
۵ | سید اکرام پیگیر | 1367 _ 1369 | د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر |
۶ | فتح محمد ترین | 1369 _ 1371 | // |
۷ | محمد انور جکدلک | 1371 د ۶ میاشتو لپاره | // |
۸ | رحمت الله واحد یار | 1371 | // |
۹ | فاروق اعظم | 1372 | // |
۱۰ | محمد اشرف ایمانی | 1372 د ۶ میاشتو لپاره | // |
۱۱ | میرا جان سهیقی | 1372 _ تر 1375 | // |
۱۲ | مولوی عبدالستار | 1375 د ۴ میاشتو پورې | // |
۱۳ | مولوی عبدالرقیب | 1375 |
شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره یو ځای |
۱۴ | څارنپوه عنایت الله نظری | 1380_ 1383 | ذ مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر |
۱۵ | دوکتور محمد اعظم دادفر | 1383 _ 1385 | // |
۱۶ | استاد محمد اکبر اکبر | 1385 _ 1386 | // |
۱۷ | شیر محمد اعتباری | 1386 | // |
۱۸ | عبدالکریم برهاوی | 1386 _ 1388 | // |
۱۹ | انجنیر عبدالرحیم | 1388 _ 1389 | // |
۲۰ | داکتر جماهیر انوری | 1389 _ 1393 | // |
۲۱ | الحاج فضل احمد عظیمی | 1393 دوه میاشتي او ۲ ورځي | // |
۲۲ | سید حسین عالمی بلخی | 1393 _ 9 وږی 1399 | // |
۲۳ | نور الرحمن اخلاقی | 10وږی 1399تر 24 زمری1400 | // |
۲۴ | الحاج خلیل الرحمن حقانی | 16 وږی 1400 تر 21 قوس1403 | // |
۲۵ | مولوي عبدالکبیر | 20 جدی 1403 تر اوسه پوري | // |