پاکستان کې مېشت د افغان مهاجرینو د اتشې مرستیال، د هغه هېواد له دوو لیکوالو او د چین د مسلمانانو د کمیټې له غړو سره ولیدل

sadam_morr

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې مېشت د افغان مهاجرینو اتشې مرستیال ارسلا خان حقیار دغویي میاشتې پر ۱۲ او ۱۳ نېټو د پاکستان له دوو لیکوالو او د چین د مسلمانانو د کمیټې له غړو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
 لومړۍ ناسته له دوو پاکستاني لیکوالو سره وه، دوی د افغان مهاجرینو لپاره د علمي او فرهنګي فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او خپل هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا بیان کړه.
د اتشې مرستیال ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان د مخورو پوهانو او په ځانګړې توګه د افغان مهاجرینو د لوستې طبقې ترمنځ به د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې کوي.
دغه راز ښاغلي حقيار په سفارت کې د چين د مسلمانانو د کميټې له غړو سره هم ولیدل او له افغان مهاجرينو سره يې د يادې کميټې له لوري د ترسره شویو مرستو ستاینه وکړه او د افغان مهاجرينو د ښوونې او روزنې او د مستحقو مهاجرینو لپاره یې د لا زیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.
د کمېټې استازي د افغان محصلينو لپاره د چينايي ژبې د زده کړې د کورس د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او له افغان کډوالو سره يې د لا زياتو بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.