غزني کې پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

پرون یکشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۶مه نیټه په غزني ولایت کې له ۴۳ بې ځایه شویو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دا مرسته په دوو برخو کې ۱۳ زره او ۱۶ زره افغانیو په ارزښت وه، چې د ډنمارک د مهاجرت شورا له خوا هرې کورنۍ ته د هغه ولايت د مهاجرينو ادارې تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.