ننګرهار کې له څه باندې زرو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

پرون دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۷مه په ننګرهار ولایت کې پر یو زر او ۴۸۲ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي، معیوبین او معلولین شامل وو، چې مخکې د هغه ولایت د کډوالو چارو ریاست له خوا د شیرزاد او سپین غر په ولسوالیو کې اړمن پیژندل شوي وو.

د خوړو نړيوال سازمان له لوري په دې مرسته کې څلور ډوله خوراکي توکي شامل وو، چې د مهاجرینو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شول.