ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
پرون دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۷مه په ايران کې مېشت دوه زره او ۸۳۱ تنه افغان مهاجرین د هرات اسلام قلعه له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام قلعه د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې یو شمیر کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۰۳ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو د جلب په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او د یاد سازمان له لوري یې خوراکي او غیر خوراکي توکي تر لاسه کړل.
دغه راز ۶۸ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۲۴ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۱۸۵ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۴۱ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.