د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ نوي رییس د کابل په هوايي ډګر کې راستنېدونکو ته د خدمتونو له وړاندې کولو لیدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۱
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ نوي رییس ښاغلي ملا نورمحمد حامد د روانې میاشتې په ۱۷مه له ترکیې څخه د ۱۰۲ تنو کډوالو د ښه راغلاست پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې راستنېدونکو ته د خدمتونو له وړاندې کولو لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د یاد ریاست او د کډوالۍ د نړۍوالۍ ادارې(IOM) د کارکوونکو د فعالیت څارنې په موخه وشوه.
ښاغلی حامد ګومارل شویو کارکوونکو ته د رییس په توګه ور وپېژندل شو او هلته یې د ښه راغلاست، مرکې، روغتیایي خدمتونو او ثبت له لړۍ لیدنه وکړه، کارکوونکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلې دندې په ایماندارۍ او رښتینولۍ ترسره کړي او له زیانمنو راستنېدونکو سره د اسلامي روحیې له مخې چلند وکړي.
هغه د ځینو راستنو شویو ستونزې واورېدې او له هغوی یې وغوښتل، چې د حل لپاره یې اړوندې ادارې ته مراجعه وکړي.
دغه لیدنه له ترکیې څخه راستنو شویو کډوالو د ژوند ښه‌والي او هغوی ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د یاد وزارت ژمنتیا او هڅې څرګندوي.

تازه ترین خبر

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

وزیرامور مهاجرین و عودت کننده گان، با والیان ولایات کابل و بلخ ملاقات کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با والیان ولایات بلخ و کابل، در دفتر کارش دیدار کرد.
در آغاز دیدار، ملا محمد یوسف وفا والی بلخ، وضعیت ولایت ‌های شمالی را با. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

هیئت اعزامی وزارت امور مهاجرین در کشور ترکیه با معاون اداره مهاجرت آنکشور ملاقات کرد

هیئت اعزامی مشترک وزارت امور مهاجرین و امور خارجه کشور، بر ریاست محترم مولوی سعید احمد بنوری رئیس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان و هیئت همراه شان به تاریخ 30 میزان، با. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت‌کننده گان، با والی ولایت خوست، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت‌کننده گان، با مولوی عبدالرحمن حقانی، والی ولایت خوست به تاریخ اول عقرب، دیدار کرد.
در این دیدار که درباره رسیده گی به مشکلات برگشت کننده. . .

بازگشت به خبر