غزني کې(٢٨٠) اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د "پاملرنې" موسسې له لورې د غزني ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٨٠) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
سمنګان کې اړمنو کورنیو سره ژمنی مرستې وشوې
(۴۵۰) اړمنو او دشهیدانو کورنیو او غړو سره یکشنبه د مرغومي په (١٩)مه ژمنۍ مرستې وشوې.
ننګرهار کې له سلو زیاتو اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته و شوه
د ډاکار موسسيې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (۱۲۳) اړمنو بېځایه شوو کورنيو سره د روغتيايي توکو مرسته وشوه.
خوست کې اړمنو کورنیو سره د کوچني کاروبار لپاره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) ی په مالي لګښت د اکرو موسېسې له لورې د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ( ۶۰) وزیرستاني مهاجرینو او دقلموال ښار
میدان وردګو کې داخلي بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د (DRC) موسسې له لوري د میدان وردګو ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت په همکارۍ (۱۴۸) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
فاریاب کې اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې دفاریاب ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٥٥) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د میلک له لارې (٥٦٨) افغان مهاجرین بېرته هېواد ته راستانه شول
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست دمسؤلینو په وینا د مرغومي په (١٦)مه د میلک له لارې (٥٦٨) تنه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هلمند کې اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د(AAH) موسسې له لورې دهلمند ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (١٠٢) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د نیمروز ولایت میلک له لارې (٨٠٣) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول
د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست دمسؤلینو په وینا د مرغومي په (١٦)مه د میلک له لارې (٨٠٣) تنه هېواد ته راستانه شوي دي.