له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې په ( ٢٠) مه او (٢١) مه(٢١٠٥) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو د رییس د معلوماتو له مخې په يادو راستنېدونکو کې (٣١) کورنۍ چې (١٢٨)تنه کېږي (١٩٧٧) تنه مجردین ول،چې له ډلې يې(٢٩)کورنۍ،(٤٩) تنه نارینه او(٦١) تنه ښځينه د ( ٤٨) تنو نورو مجردینو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژند شول.