د هېواد په دولسو ولایتونو کې له (8) زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
د یوشمېر مرستندویه بنسټونو له لورې په دولسو ولایتونوکې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ولایتي ریاستونو په همکارۍ (٨٦٣٨) کورنیو سره د سلواغې د (١٥) څخه تر (٢٠) نغدي او دغیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
په یادو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، دلمریزې برېښنا تختې، فلزي مبزونه او ژمني لباسونه شامل ول چې په نیمروز، قندهار،کاپیسا،بادغیس، هلمند،جوزجان،فاریاب،بغلان،هرات،بامیان، کندز او ارزګان ولایتونوکې پر اړمنو او مستحقو کورنیو ووېشل شول.