له څلور زرو زیات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل او هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د سلواغې په (٢٣) مه او (٢٤) مه (4297) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د سرحدي مسؤلينو د معلوماتو له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې(٣٥٣٢) تنه د اسلام قلعه او (٧٦٥) تنه د ورېښمو پل له لارې راستانه شوي چې له ډلې یې (579) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ) ته ور وپېژند شول.