له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه او نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د ايران څخه د سلواغې په ( ۱۹) مه ( ۳۲۳۹) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت او نيمروز ولايت د مهاجرينوچارو ادارو د معلوماتو له مخې د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۵۸۵) تنه د اسلام قلعه او ( ۱۶۵۴) تنه د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۴۰) کورنۍ، چې ( ۱۴۱) تنه کېږي ( ۱۵۲۳) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۲۸۱) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM ته ور وپېژند شول..