بدخشان کې د یو ښوونځي او یو مارکيټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د ښځو لپاره د یونیم ملیون امریکايي ډالرو په ارزښت د یو ښوونځي او یو مارکيټ د بنسټ ډبره د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د سلواغې په (٢٤) مه کېښودل شوه.
د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو د ريیس په خبره یاد ښوونځی د فیض اباد ښار د وکیل اباد د مهاجرینو ښار ګوټي کې موقعیت لري، اته درسي خونې،د څښاک پاکې اوبه،د احاطې دېوال او (٥١٨) زده کوونکو ظرفیت لري او د فیض اباد په پېنځمې ناحیې کې د زیانمو شوو ښځو لپاره یو مارکيټ په نهو میاشتو کې رغول کېږي.