په خوست ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د غوایي میاشتې په ۲۵ مه نیټه په خوست ولایت کې ۵۸۷ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې او روغتیايي کڅوړو مرسته وشوه.
په غزني ولایت کې له ۱۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د ثور په ۲۵مه نیټه د غزني ولایت په ده یک واسوالۍ کې له ۱۷ بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د پاکستان څخه د ۹۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه راستانه شول
د غوایي میاشت په ۲۵ مه نیټه ۹۵۴ تنه افغان مهاجرین د تورخم او سپین بولدک د فرضي کرښو له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان کې د مهاجرینو چارو اتشه او د قونسل مرستیال د هغه هېواد د بهرنیو اتباعو د امنیت له رییس سره ولیدل
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو اتشه او د افغانستان د سفارت د قونسل مرستیال د غویي پر ۱۸ مه د پاکستان د بهرنیو اتباعو د امنیت له عمومي رییس کاشف