پاکستان کې ۱۵ افغان بندیان له بنده خوشې شول
له پاکستان څخه ۱۵افغان بندیان د تلې پر یولسمه له بند څخه ازاد او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، داکسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د پېښور په زندان کې له ۱۵ ورځو څخه تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې د دغې ادارې له خوا ورته د لارې کرایه هم ورکول شوه.
د يادونې ده، چې له دې جملې څخه ۳ تنه له ۱۸ کلونو کم عمره HARO موسسې ته معرفي شول.