غزني کې ۲۹ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل وشوه

sadam_morr

په غزني ولایت کې د تلې پر یولسمه له ۲۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۷زره ۷۵۰ افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رياست له لوري د غزني  په مرکز او قره باغ، واغز ولسواليو کې تر پېژندنې وروسته ورکړل شوه.

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د ویستا موسسې په همکارۍ په دغه ولایت کې د تلې پر لسمه  ۵۰ تنو ته د مدني اسنادو د ګټو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.

دا پروګرام د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ په درېيو کليو کې جوړ شوى و او هغوى ته د حقوقي ستونزو او د تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه لازم معلومات ورکړل شول.