په ایران کې د افغانستان سفارت مسوولینو او د مهاجرینو اتشه وو مرستیال د سره صلیب استازو سره ناسته وکړه.

sadam_morr

د ایران په تهران ښار کې د افغانستان سفارت مسوولینو او د مهاجرینو په چارو کې د اتشه وو مرستیال د تلې په لومړۍ نېټه د سره صلیب له استازو سره د مهاجرینو ستونزو، د روغتیا، له ایران څخه افغانستان ته د مړو شویو مهاجرینو د جسدونو لېږد او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

دغه ناسته چې په تهران کې د افغانستان سفارت په انګړ کې جوړه شوې وه، د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د کونسلي خدمتونو په چارو کې مسوولینو، سیاسي، د پوهنې او مهاجرینو اتشه وو، د سره صلیب استازي ښاغلي ونسنت کارسارد او د سره صلیب د کورنیو یو ځای کولو همغږې کوونکې مېرمن مارتینا توسکا سلیس ګډون درلود.

د سرپرست سفیر میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د سره صلیب له لوري د افغان مهاجرینو سره له همکارۍ یې مننه وکړه.

په ایران کې د سره صلیب رییس ونسنت کاسارد د مننې تر څنګ په دغه هېواد کې د خپل دفتر په اړه معلومات شریک کړل او د بېلګې په توګه یې د دغه هېواد په شهرستان ګل شهر مشهد او شهرستان زایدان کې د درملنو مرکزونو یادونه وکړه، چې ډېرۍ مراجعین یې افغان مهاجرین دي.

په تهران کې د افغان مهاجرینو د اتشه وو مرستیال علي رضا اسدي په ایران کې د افغان مهاجرینو روغتیايي، مالي، اقتصادي ستونزو او ښځو او ماشومانو په اړه چې سرپرستان یې له ایرانه راېستل شوي او د جسدونو د لېږد او معلولو مهاجرینو په اړه معلومات شریک کړل.

نوموړي په یادو برخو کې د سره صلیب له کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه؛ خو سره صلیب کمیټې رییس په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د مرستو جلب په موخه به هر اړخیزې هڅې وکړي.

ښاغلي ونسنت کاسارد ژمنه وکړه چې د ډېری نړیوالو موسسو سره په همغږۍ به په ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره مرستې راجلب کړي.