غزني کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

sadam_morr
-

د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د وستا موسسې په همکارۍ په دغه ولایت کې د وږي له ۳۱ مې نیټې څخه د تلې تر ۹ مې نیټې پورې ۴۰ راستنو شویو او بې ځایه شویو ته د مدني اسنادو د ګټو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.

په دې پروګرام کې د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ اړوندو کسانو ته د حقوقي ستونزو او د تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه اړین معلومات ورکړل شول.