مسلکي مرستيال: د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامدره حل لارو په خبره کې د اړوندو بنسټونو همغږي موثره ده

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۱۳:۱۳
صدام انوری

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد  په مشرۍ د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره حل لارو د همغږۍ  ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته پنجشنبه د ليندۍ په (۱۷) مه د مهاجرينو چارو وزارت کې ترسره شوه، چې پکې د همغږيو د رامنځته کولو، د دندو د لايحې نهايي کولو او د دوامداره حل لارو د کاري ډلې د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.

د مهاجرينو چارو وزارت  مسلکي مرستيال د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره حل لارو د کاري ډلې  رامنځته کول  او د ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو حضور  د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په برخه کې مهم وباله ويې ويل،چې د پراختيايي پروژو پلي کول او د مرستندويه بنسټونو  بشپړه همغږي کولای شي، چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره حل لارو په خبره کې  ګټوره ثابته شي.

په پام کې ده، چې د غه کاري ډله د څو ملي او نړيوالو بنسټونو په غړيتوب او همغږۍ جوړه شي، ترڅو بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د ستونزو د حل په موخه خدمات وړاندې کړي.


 

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

نشست تخنیکی میان وزارت امور مهاجرین و سازمان بین‌المللی مهاجرت برگزار شد

بر ریاست محترم مولوی سعید احمد بنوری رییس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان، نشست تخنیکی با نماینده گان سازمان بین‌المللی مهاجرت به هدف بررسی وضعیت و مشکلات بیجاشده گان،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

به ارزش ده ها هزار دالر، وزارت امور مهاجرین یک تفاهم نامه همکاری را امضاء نمود

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان یک تفاهم نامه همکاری به ارزش 72 هزار و 577 دالر امریکایی باموسسه  آواز شما به امضاء رسانید.
بر اساس تفاهم نامه عقد شده، پول مذکور در بخش آموزش های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

وزیر امور مهاجرین با رئیس عمومی تنظیم امور کوچی‌های وزارت سرحدات، اقوام و قبایل دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، با مولوی بصر صاحب زاده، رئیس عمومی تنظیم امور کوچی‌های وزارت سرحدات، اقوام و قبایل، دیدار کرد.
در این دیدار، در مورد رسانیدن کمک. . .

بازگشت به خبر