په پکتیکا کې سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۷ - ۱۱:۴
...

١٤٠٠کال، دلړم(٢٦) مه،کابل: افغانستان دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) په مالي لګښت د ويسټا موسسې له لورې دپکتيکا ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٣٠٠) راستنېدونکو،بېځايه شوو او اړمنو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې. په پکتيکا کې دويسټا موسسې استازي وحيد ګل هاشمي په وينا يادې مرستې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دويسټا موسسې پرمټ (٣٠٠) کورنيو هرې کورنۍ ته دوه سوه اوپېنځه شپېته امرکايي ډالره نغدې ووېشل شوې. هاشمي وايي، دغه کورنۍ له وړاندې نه د یوې شفافې پروسې له مخې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له ریاست سره په همغږۍ سروې شوې وې او د مرستې مستحقې بلل شوې وې، چې نن ورته نغدي مرسته ورکړل شوه. نوموړي زیاته کړه، چې د اوس لپاره مرکز او ارګون ولسوالیو کې په یادو شرایطو برابرو کسانو ته مرستې وېشل شوي خو ممکن دا ډول مرستې په راتلونکې کې د پکتیکا په نورو ولسوالیو او سیمو کې هم تر سره شي. د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د ریاست استازي محمداسلم هم وویل: چې دغه کورنۍ د دوی د ریاست او ویستا مؤسسې په ګډه همغږۍ سره سروې او د مرستې لپاره په نښه شوې وې. نوموړی وايي، په یادو مرستو سره به د دې کورنیو یو څه لومړنۍ ستونزې هوارې شي او زموږ هڅه داده، چې په دې سربېره نورې مرستې هم پکتیکا ته راجلب کړو او د بېوزلو بشپړ لاس نیوی وکړو. محمداسلم زیاته کړه، چې تردې وړاندې هم دوی د پکتیکا له کډوالو سره ورته مرستې ترسره کړې دي. بل لورې دپکتيکا اوسېدونکو دمرستندويه بنسټونو او دافغانستان اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې دبشري مرستو په برخه کې دې ورته لا ډېره پاملرنه وشي.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با نماینده اتحادیه اروپا در افغانستان، دیدار تعارفی نمود

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با آقای نیکولا بیلومو، نماینده اتحادیه اروپا برای افغانستان، دیدار تعارفی نمود.
در این دیدار، درباره ارائه کمک ‌ها به افغان‌. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

بخش اسکان موقت در دیتابیس انکشاف ‌یافته عودت‌کننده گان در ولایت ننگرهار فعال شد

بخش اسکان موقت در دیتابیس انکشاف‌یافته عودت‌کننده گان واقع اردوگاه (کمپ) عمری در خط فرضی تورخم ولایت ننگرهار، به تاریخ 18 میزان، توسط نماینده های ریاست های تکنالوژی معلوماتی، تحقیق و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

تفاهم ‌نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

یک تفاهم ‌نامه همکاری میان وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان و مؤسسه خدمات اجتماعی زنان افغانستان امروز یک شنبه 19 میزان، به امضا رسید.
بر اساس این تفاهم‌ نامه، مبلغ 73 هزار و 127. . .

بازگشت به خبر