د مهاجرينو چارو وزارت او AWCPO موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
د څه باندې ۳۵۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د مهاجرينو چارو وزارت اود افغان ښځو د همغږۍ او پراختيا موسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
د لاسليک شوي هوکړه ليک مالي لګښت ۳۵۹ ميليونه، ۹۸۲ زره او ۶۰۵ افغانۍ دی، چې له مخې به يې د کابل ښار په ۵ مې او ۲۱ مې ناحيې کې ۷ زره او ۵۱۰ کورنيو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې ترسره کوي.
ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مولوي محمود الحق احدي او د يادې موسسې د معاون ترمنځ لاسليک شو.
احدي د ياد هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د وزارت او يادې موسسې ترمنځ پر لازمې همغږۍ، پروخت د راپور ورکولو، سروې او د مرستو دوېش په روڼتيا ټينګار وکړ.