د وزارت په هکله

  • په مصؤن، داوطلبانه،عزت ، تدريجي او جذب وړ راستنېدولپاره زمينه برابرول.
  • دهغوى بیرته یوځای والۍ اوځای پرځای کیدو اود کورنیوبیځایه شویو،راستنیدونکو د بې كورۍ ستونزې حلول.
  • د اوسېدنې د كورونو د بيارغونې او زيانمنو لپاره د كورونو ابادولو لپاره د شلټر مرستو تامينول او د ۱۰۰۰۰۰ كډوالو او بې ځايه شويو لپاره د دغو خدمتونو ترسره كول.
  • كډوالو، راستنېدونكو او بې ځايه شويو كورنيو ته د حرفه يي او تخنيكي روزنو له لارې د كارموندنې او كاري ظرفيتونو لوړولو زمينه برابرول.
  • د اړوندو كورنيو او نړيوالو  ادارو د همكارۍ له لارې د نافذو قوانينو او منل شويو كړنلارو له مخې كډوالو، راستنېدونكو اود بې ځايه شويو كورنيو ستونزو ته رسېدنه او د هغوى د حقوقي غوښتنو تامينول.
  • له ۶۲ ښارگوټو څخه ۱۰۰ ښارگوټو ته د هغو شمېر لوړول او له ۳۰۰۰۰۰ څخه ۵۰۰۰۰۰ ته د استوگنيزو نمرو لوړول او د موظفو كمېسيونونو له خوا په مركز او ولايتونو كې پر اړمنو باندې وېشل.
  • په ايران، پاكستان او نورو هېوادونو كې د كسبگرو كډوالو او راستنېدونكو تشخيص او د اوسېدو په سيمو كې هغوى ته كاري زمينې برابرول.
  • د ښارگوټو د بنسټيزو اړتياوو، لكه سړك، اوبو، كلينيك، ښوونځي، پل او نورو ټولنيزو اړتياوو او خدمتونو تامينول.
  • د دولتي اړوندو ادارو او نړيوالو سازمانونو لكه WFP-ILO-IOM-UNHCR-US Embassy- NRC-UNDP سره د مرستې او همكارۍ وده او پراختيا.

د پورتنيو مفاهيمو په پام كې نيولو سره دغه وزارت يو لړ د پام وړ كارونه كړي ، چې د پام وړ او مشهور كارونه يې په لاندې توگه يادولى شو:

د لنډمهاله ادارې د ۱۳۸۱/۳/۱۳ نېټې ۲۹۷ گڼې فرمان له مخې د كډوالو د داوطلبانه، مصوون، په عزت، تدريجي او جذب وړ راستنېدو بهير زمينه برابرول او د كډوالو په چارو كې د ملگرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ په هر اړخيزه مرسته له كوربه هېوادونو څخه تر اوسه ۵۸۰۰۰۰۰ کسان هیواد ته راستانه شوی دي.         

  • د IOM او نورو موسسو په مرسته د ۱۵۰۰۰۰كورنيو بې ځايه شويو ځاى پر ځاى كول.
  • د راستنېدونكو لپاره د ۶۲ ښارگوټو جوړول او د كډوالو او كورنيو بېځايه شويو لپاره د استوگنې د نمرو وېشل. (په مركز او ولايتونو كې د جمهوري رياست د ۱۳۸۴/۹/۱۵ نېټې د ۱۰۴ گڼې فرمان له مخې.)
  • ډېرو زيانمنو شويو كډوالو ته د شلټر مرستو وېشل.
  • د اړوندو مراجعو له خوا د كډوالو د بېلابېلو حقوقي مسايلو څېړل.
  • د تحصيل كولو لپاره اړوندو وزارتونو ته د هغوى معرفي كول.
  • د كوربه هېوادونو او كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو له كمېشنرۍ سره د دوه اړخيزو او درې اړخيزو پرېكړو لاسليكول.

د اصلاحاتو او ريفورم په برخه كې:

    د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت او د اصلاحاتو د كمېسيون ترمنځ د ۱۳۸۷ كال د غبرگولي د مياشتې له پرېكړه ليك وروسته د اصلاحاتو د دويم پړاو پر اساس لومړى د بشري منابعو رياست اصلاحات په ۱۳۸۸ كال كې ترسره شول. ورپسې د ۱۳۹۰ كال له پرېكړه ليك وروسته په ۱۳۹۱کال كې دغه وزارت په نوي سيسټم سره د رتبو او معاشونو پروسه پيل كړه او د ۱۰۰۰ تنو لپاره بستونه منظور شول او د بستونو لپاره د دندو لايحې تنظيم شوې او د هر بست لپاره ځانگړۍ كود په پام كې ونيول شو.

    په دغو دريو كلونو كې د وړتيا پر بنسټ دغه عمليه ترسره شوه، چې په پايله كې تر اوسه د دغه وزارت ۲۱۷ تنه د ظرفيت لوړلوتر پوښښ لاندې راغلي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو په رڼا كې د دغه وزارت د ستراتېژۍ تامين:

الف، ليدلورى:

  • د كډوالو او پناه غوښتونكيو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د داوطلبانه او تدريجي راستنېدو زمينه برابرول.
  • د اړوندو دولتي او نړيوالو ارگانونو په گډه همكارۍ د هغوى د بیرته استوګني لپاره د ډاډ وړ معیشتي او حقوقي شرايطو برابرول.

ماموريت:

  • د كډوالو او بېرته راستنېدونكو وزارت د خپلو ستراتېژيكو موخو پر بنسټ هڅه كوي د كډوالو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د نوي استوکني اوځای پرځای کیدو، حقوقي ملاتړ، كارموندنې فرصتونو او حرفه يي زده كړو زمينه برابره كړي.
  • دغه وزارت خپل مكلفيت گڼي چې له كوربه هېوادونو، د ملگرو ملتونو عالي كمېشنرۍ او د كډوالۍ نړيوال سازمان سره د تفاهم له لارې د كډوالو ، څه له گاونډيو هېوادونو او څه هم له نورو هېوادونو په داوطلبانه، تدريجي، مصوون او په عزت د راستنېدو زمينه برابره كړي.
  • له راستنېدو وروسته مرستو په پايله كې دغه وزارت هڅه كوي، چې د راستنېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو میليونونه وگړی د هستوگنې په سيمو كې د بيارغونې، ټولنيز او اقتصادي ثبات او نورو برخو كې سهيم كړي.
  • د اړوندو ادارو او نړيوالو سازمانونو لكه UNHCR او IOM له لارې له راستنېدو وروسته بهير كې د خدمتونو  وړاندې كول.
  • د تجربه لرونكو او وړتيا لرونكو مامورينو د استخدام لپاره د سياليو د عمليې فعالول.
  • د استوگنې د مسئلې د دايمي حل ترڅنگ، د كډوالو د ظرفيت لوړول هم د دغه وزارت په كاري لومړيتوبونو كې شمېرل كېږي.
  • له افرادو، ادارو او كورنيو او بهرنيو نماينده گيو سره د ملاقاتونو، كنفرانسونو او د ښه نيت تفاهمونو له لارې د مالي او تخنيكي مرستو جلبول.
  • د دغه وزارت پنځه گونو لومړيتوبونو ته ډېره پاملرنه، د دولتي او نړيوالو سازمانونو په مرسته د كډوالو، داوطلبانه او تدريجي راستنېدنه، د هغوى حقوقي ملاتړ، د كارموندنې د معضلې حلول، حرفه يي زده كړې، دبیاځای پرځای کیدو او د ابتدايي استوگنې او بلاخره د هغوى د ظرفيتونو لوړول او بنسټيزو څيزونو لكه كلينيك، ښوونځي، پل، جومات، پارك، اوبو، سړك او نورو ته د هغوى لاسرسۍ ، د يادو لومړيتوبونو ترڅنگ د ځانگړې پاملرنې موارد دي.
  • همداشان د كډوالو داوطلبانه راستنېدنه، ځای پرځای کیدل او د هغوى بیرته یوځای والۍ، د ظرفيتونو لوړول او د كارموندنې د ستونزو حل، د هغوى حرفه يي زده كړې او د هغوى د حقونو او امتيازونو پر بنسټ مرستې د ملي او نړيوالو قوانينو مطابق ( د بشري حقونو نړيواله اعلاميه، د ۱۹۵۱ كال نړيوال كنوانسيونونه، د ۱۹۶۷ كال پروتوكول او نړيوال ميثاقونه او د افغانستان ، کوربه هېوادونو او د كډوالو په چارو كې د ملگرو ملتونو عالي كمېشنري.)

موخې: د مهاجرينو چارو وزارت خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه كوي، چې:

  • د كډوالو د بې كورۍ او بیرته ځای پرځای کولو ستونزې حل او د افغانستان دولت د ۱۰۴ نمبر فرمان له مخې له دولتي املاكو څخه هغوى ته ښارگوټي جوړ كړي. البته دغه كار د كرنې وزارت، ښاري پراختيا، دكليودپراختيا او ماليې وزارتونو په مرسته پر مخ ځي.
  • د روغتيا، پوهنې، كورنيو چارو، حج او اوقافو او ترانسپورټ وزارتونو په مرسته د زېربنايي څيزونو لكه، اوبو، سړك، پل، كلينيك، ښوونځي، مدرسې او پارك، جومات او امنيتي پوستو جوړول.
  • د كار او ټولنيزو چارو، د كار د نړيوال سازمان، د ملگرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ او د كډوالۍ د نړيوال سازمان په مرسته، د كار موندولو د ستونزو حلول، د ظرفيتونو لوړول او د كورنيو حرفه يي او تخنيكي ښوونيزو پروگرامونو پر مخ بېول.
  • د افغانانو د داوطلبانه او تدريجي بېرته را گرځېدو د بهير د تامين او دوام او د ملگرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ، د كډوالۍ نړيوال سازمان، د بهرنيو چارو وزارت، سفارتخانو او اتشه گانو په گډه همكارۍ، په تېره بيا په ايران او پاكستان كې د كډوالو حقوقي ملاتړ او د هغوى ستونزې هوارول.

د دغه وزارت ستراتېژيكې برنامې:

  • د كورنيو بې ځايه شويو د بې كورۍ د ستونزو حلول.
  • د زيات زيان منونكو كورنيو د اوسېدلو د كورنیو د بيا رغونې لپاره د کډو مرستو تامينول.
  • د كډوالو، بېرته راستنېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو لپاره د كارموندنې او حرفه يي او تخنيكي ښوونو زمينه برابرول.
  • له ملي او نړيوالو نافذو قوانينو سره سم، د كډوالو د حقوقي غوښتنو حلول.
  • د وزارت د ننه، د بېرته راگرځېدونكو او كورنيو بېځايه شويو هېوادوالو د ظرفيتونو لوړول.
  • په ايران، پاكستان او نورو هېوادونو او د هېواد د ننه كډوالو او بېرته راگرځېدونكو په منځ كې د حرفه يي او مسلكي افرادو تشخيص اود اوسېدو په سيمو كې د هغوى پر كار گومارل.
  • د طبيعي پېښو د رامنځ ته كېدو په صورت كې د بېرته را گرځېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو د زيانونو د كمولو لپاره د تدبيرونو نيول.
  • د دولتي ادارو او نړيوالو سازمانونو لكه WFP-ILO-IOM-UNHCR-US Embassy- NRC-UNDP سره د مرستې او همكارۍ وده او پراختيا.
  • د افغانستان، كوربه هېوادونو او د ملگرو ملتونو سازمان د عالي كمېشنرۍ د درې اړخيزو پرېكړه ليكونو په تاييد، د كډوالو د داوطلب، مصوون، په عزت، تدريجي او جذب وړ راستنیدو لپاره زمينه برابرول.
  • له ۵۷ ښارگوټو څخه ۱۰۰ ښارگوټو ته د كډوالو د ښارگوټو زياتول او د استوگنې د نومرو شمېر هم له ۳۰۰۰۰۰ څخه ۵۰۰۰۰۰ ته لوړول.
  • د ښارگوټو د بنسټيزو اړتياوو، لكه: سړك، اوبو، كلينيك، ښوونځي، پل او نورو ټولنيزو اړتياوو او خدمتونو تامينول.
  • د كډوالو د اوسېدو په سيمو كې د كډوالو او بې سرپنا بېځايه شويو زيانمن كېدونكو ۱۰۰۰۰۰ تنو لپاره د شلتر خدمتونو ترسره كول.
  • د مهارت لرونكو او مسلكي راستندونکو لپاره د كارموندنې زمينه برابرول او هغو كورنيو او بې ځايه شويو ته د اوسېدو په سيمو كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو په مرسته كار او كسب ته د لاسرسۍ په موخه د حرفه يي او تخنيكي زده كړو زمينه برابرول.
  • د اوسېدو په سيمو كې د ۱۲۰۰۰۰ كورنيو بېځايه شويو بیرته ځای پرځای کیدل.
  • د بشر د حقونو د ملي او نړيوالو موسسو په مرسته بېرته را گرځېدونكو او كورنيو بې ځايه شويو د حقوقي غوښتنو حلول.

پورتنيو پايلو ته تر ۲۰۱۰ كاله د لاسرسي لپاره دغه وزارت د اړوندې ستراتېژۍ پلي كېدل په لاندې عناصرو پورې تړلي بولي:

  • په پام كې نيول شويو سيمو كې د طرحې او پلان جوړولو، څارنې او اغېزمنې ادارې لپاره لازم ظرفيت لرل.
  • د مرستندويو موسسو او نړيوالو ټولنو له منابعو او ظرفيتونو څخه د اغېزمنې گټې اخيستنې وړتيا لرل.
  • د په پام كې نيول شويو پروگرامونو په پلي كېدو كې د اړوندې سيمې د خلكو په ملاتړ د ونډې لوړول.
  • په مركز او ولايتونو كې د ادارو ترمنځ د كاري همغږۍ تامينول.
  • په ملي او نړيوالو برخو كې د ډونر هېوادونو د مالي او تخنيكي مرستو جلب او جذب.

البته د پورتنيو عناصرو په مرسته كولى شو د دغه وزارت د ستراتېژۍ په پلي كېدو كې اغېزناك گامونه پورته كړو؛ ځكه د يادو ظرفيتونو په شتون كې دغه وزارت كولى شي د اړوندو برنامو په پلي كېدو كې كافي اسانتياوې لاس ته راوړي او همداشان كورنيو ته د لازمو، فني، مسلكي او ټولنيزو معلوماتو وركولو له لارې كولى شي د ښارگوټو د اوسېدونكو له لارې، د اوسېدو سيمو ته پراختيا وركړي. بازار او ماركېټونه جوړ او د سيمو په پاكوالي او ابادۍ كې مرسته وكړي، چې دغه گډ كار په سيمو كې په تدريج سره د فساد او ناامنۍ مخه نيسي. د سيمې خلك پر ځان بسيا كوي او د هغوى دايمي ژوند تضمينوي او همداشان د فقر، لوږې او بېكارۍ د له منځه وړلو لاره پرانېزي او هم د ښځو او نارينه وو ترمنځ د كار او حرفه يي زده كړو زمينه برابرېږي. د نورو خدمتونو په چمتو كولو كې لكه ښوونځي او كلينيك، د ملي او نړيوالو موسسو مرستې جذبېږي، د چاپېريال ستونزې او د ښځو او نارينه وو ترمنځ د مساواتو د نه شتون روحيه له منځه ځي او د كار له لارې د خلكو عوايد لوړېږي.