د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وشو

د سويل ختيځ زون د څلورو ولايتونو د سولې شورا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وکړ.
نوموړې شورا ددوي ترمنځ د جنګ لپاره جوړې شوې مورچې ړنګې، او د ټولو پر مخ يې د تګ راتګ لارې خلاصې کړې.
الحاج خليل الرحمن حقاني وويل چې نن د دواړو لوريو ترمنځ اوربند قايم شوو او هيچا ته به د تعارض او تجاوز اجازه ور نه کړي او که چيرته کوم لوری تجاوز وکړي پړه به په هماغه لوري وي
ده زياته کړه چې له دې وروسته به دواړه خواوې خپله مسله د رسمي ارګانونو او يا د ټاکل شوي شورا له لارې حل کوي.
همدارنګه د سولې شورا په لارښوونه د وضعيت د ښه والي په موخه سيمه کې د اسلامي امارت مجاهدین ځای پر ځای شوو.