د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وشو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۷
_________
 
د سويل ختيځ زون د څلورو ولايتونو د سولې شورا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ د منګلو او زامبر قومونو ترمنځ اوربند وکړ.
نوموړې شورا ددوي ترمنځ د جنګ لپاره جوړې شوې مورچې ړنګې، او د ټولو پر مخ يې د تګ راتګ لارې خلاصې کړې.
الحاج خليل الرحمن حقاني وويل چې نن د دواړو لوريو ترمنځ اوربند قايم شوو او هيچا ته به د تعارض او تجاوز اجازه ور نه کړي او که چيرته کوم لوری تجاوز وکړي پړه به په هماغه لوري وي
ده زياته کړه چې له دې وروسته به دواړه خواوې خپله مسله د رسمي ارګانونو او يا د ټاکل شوي شورا له لارې حل کوي.
همدارنګه د سولې شورا په لارښوونه د وضعيت د ښه والي په موخه سيمه کې د اسلامي امارت مجاهدین ځای پر ځای شوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۱۲:۱۸
Background image

د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ د دولس (۱۲) لويو کليو په زلزله ځپلو آړمنو کورنیو مرسته وویشل شوه

د افغانستان د اسلامي امارت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د قدرمن وزير صاحب د نظر لاندی او د ياد وزارت په همکارۍ د روان کال د غبرګولي په 7مه د دوشنبي په ورځ د ياد ولايت په دولسو. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۸:۳۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د زلزله ځپلو سره د مرستو له بهیر څخه څارنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ او پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر څارنه وکړه، د مرستو د ویش. . .
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۲۳:۳۵
Background image

د بېلابېلو ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

د پکتیکا او خوست ولایتونو د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه ګډه غونډه د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۵مه د مهاجرینو، د پېښو سره د مبارزې، اقتصاد او عامې. . .

بېرته خبرونه ته