د کډوالو وزارت دکارمندانو د ارزونې او راپور ورکولو ورکشاف جوړشو
دغه ورکشاف د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست او اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسيون له لورې ديوې ورځې لپاره جوړ شوی و او کارمندانو ته يې د ارزونې او راپور ورکولو په برخه کې مهمې لارښونې وکړې.
د ياد ورکشاف د پرانيستلو په مراسموکې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو رئيس وويل، چې د کارمندانو ارزونه يوه مهمه مسله ده او بايد په قانوني ډول د موجوده کړنلارې سره سمه ترسره شي او داپروسه بايد دهېواد په ټولو دولتي ادارو کې په اغېزمنه ترسره شي.