د کابل د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست د راستنېدنې او بیامېشتېدنې آمر معرفي شو
مولوي شیرمحمد فیاض د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د راستنېدنې او بیامېشتېدنې آمریت د آمر په توګه د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي شو.
د وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي محمد جان خدرخېل او د بشري سرچینو رییس حاجي اصل خان د ده د معرفي کولو په مراسمو کې خبرې وکړې او نوموړي ته یې د لا بریالیتوب او لا نورو خدمتونو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي فياض د وزارت د رهبرۍ د باور ستاينه وکړه او ډاډ يې څرګند کړ، چې په رښتینې توګه به خپلې چارې پرمخ وړي.