تېره میاشت تر ۲۵ زرو زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
تېره وږې میاشت کې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې له ۲۵ زره ۶۵۵ راستنو او بېځایه شویو کورنیو سره د ۱۰۴ میلیونه ۶۷۶ زره او ۶۵ افغانیو پر ارزښت بش
د دایکندي د مهاجرینو لېږد امریت د مسوولینو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د استازو ترمنځ ناسته وشوه
تېره ورځ د دایکندي مهاجرینو چارو لېږد امریت د مسوولینو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د استازې اغلې سارا ترمنځ ناسته وشوه.
بادغیس کې ۶ راستنو شویو کورنیو ته د کار زمینه برابره شوه
پرون د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې، د یاد ولایت د مهاجرینو چارو امریت په همغږۍ، له ۶ راستنو شویو کورنیو سره د کاري زمینې برابرولو په موخه لازمې مرستې وشوې.
د فراه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې یو جومات جوړ شو
د فراه ولایت په کډوالو ښارګوټي کې، د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ، د الغرافه خیره بنسټ په مالي ملاتړ، د ۶ میلیونو افغانیو پر ارزښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پاکستان له بندخونو تر ۳۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د هېواد په ۸ ولایتونو کې تر زرو زیاتې کورنۍ له مرستو برخمنې شوې
روانه اونۍ په کابل، فراه، بادغیس، ننګرهار، بغلان، لغمان، پکتیا او پکتیکا کې یو زر او ۱۵۷ راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ او کوربه ټولنې له مرستو برخمنې شوې.
تر ۶۰۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول
روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۰۴ تنه افغان کډوال، چې تر مختلفو مودو پورې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
