لوګر کې شاوخوا سلو کورنیو ته خیمې ووېشل شوې

sadam_morr
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د لوګر د مهاجرینو چارو امریت سره د همکاریو په لړ کې، د روانې میاشتې په ۲۸مه د یاد ولایت د مرکز اړوند الوزیو سیمه کې ۹۷ راستنو شویو کورنیو ته خیمې ووېشلې.
د وزارت استازي ښاغلي مفتي محمد فرید د دغو خیمو ارزښت تر ۱.۵ میلیونو افغانیو زیاد یاد کړ او د دغو مرستو موخه یې راستنو شویو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه برابرول وبلل.
د لوګر د مهاجرینو چارو امر ښاغلي مولوي مسعود اخندزاده وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۲ زره کورنۍ لوګر ته راستنې شوې او غواړي، چې د ژمني په راتلو سره دغو کورنیو ته مختلفې مرستې برابرې کړي.