کندوز او بامیانو کې تر زرو زیاتو کورنیو ته د ژمنیو مرستو وېش پیل شو

sadam_morr
-

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر د همکاریو او ملاتړ په پایله کې تېره ورځ په کندوز او بامیانو کې یو زر او ۴۰۰ کډوالو، اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ او سیمه‌ییزو مسوولینو په شتون کې د ژمنیو جامو او البسې وېش پیل شو.  
د کډوالو چارو مسوولینو په خبره، د مرستو په دغې لړۍ کې بامیانو ته له ګاونډویو هېوادونو ۹۰۰ راستنې شوې کورنۍ او په کندوز کې ۵۰۰ اړمنې او زیانمنې شوې کورنۍ، چې له وړاندې پېژندل شوې، شاملې دي.
د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د راتلونکو څو ورځو په لړ کې هرې کورنۍ ته د نارینه او ښځینه جامو کڅوړې او دوه کمپلې وېشل کېږي.
دغه مرستې د ژمي په ساړه موسم کې د اړمنو کورنیو وضعیت ته د رسېدنې او د بشردوستانه ملاتړ برابرولو په موخه وېشل کېږي.
د کډوالو چارو وزارت ملت او په ځانګړې توګه راستنو شویو ته، چې د ټولنې زیانمن شوی پوړ دی، په خدمت کولو ژمن دی او تل هڅه کوي، چې د خیریه ادارو په مرسته د دغو کورنیو وضعیت ښه کړي.