د پاکستان له بند خونو څخه ۲۰ تنه افغان مهاجرین ازاد شول
د سلواغې میاشتې په ۲۶ مه نیټه د پاکستان هیواد له زندانونو څخه ۲۰ تنه افغان مهاجرین ازاد او خپل هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو په اساس یاد بندیان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د پاکستان د مختلفو ښارونو څخه نیول شوي او بندیان شوي و، چې د ۲ ورځو بند وروسته ازاد او بشري مرستې ور سره وشوې او خپلو مینو ته واستول شول.