په ايران کې د مهاجرينو چارو اتشې په يوې اوونۍ کې له ۳۰۰ زياتو افغان مهاجرينو ته خدمات وړاندې کړي

anwari_morr
-

په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د مهاجرينو چارو د اتشې سرپرست عبدالباسط امامي د معلوماتو له مخې د وږي د ۲۹مې څخه د تلې تر ۵ مې نېټې پورې د تهران، زاهدان او مشهد د مهاجرينو چارو اتشې۳۵۴ تنه افغان مهاجرينو سره، روغتونونو ته د ور پېژندلو، افغانستان ته د جنازو رالېږلو، په زندانونو کې د کورنيو له غړو سره د لېدلو، د روغتيايي درملنې، اداري کارونو او د پاسپورټونو د خروجي ټاپو په وهلو کې ورسره مرستې کړي دي.