هرات کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو دويمه ناسته وشوه

sadam_morr
-

د هرات  ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو په موخه د دغه ولايت د والي په مشرۍ  د دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون  د لړم په (۲۹) مه ناسته وکړه.

د هرات ولايت والي د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول د هرات د سيمه ييزې ادارې د کاري لومړيتبونو څخه وبلل او راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره يې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږيو رامنځته کول اړين وبلل.

په ورته وخت کې د هرات ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس وايي چې ياده کمېټه  په هرات کې د راستنېدونکو او د اخلي بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو په موخه جوړه شوېده.

همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت يو پلاوی هرات ولايت ته لېږلیو چې د يادې کمېټې د فعاليتونو پر جوړښت او موخو خبرې وکړي.