د وزارت لیدلوری

د وزارت نظر

  • د مهاجرینو په خپله خوښه او خوندي راستنېدنه او بشري حقونو ته لاس رسی.

         مامورت:

  • د مهاجرینواو پناغوښتونکو چارومديريت.
  •  د مهاجرینو او داخلي بې ځايه شوو دايمي  ځای  پر ځای کېدنه.
  •  د مهاجرینو او بېځايه شوو لپاره دحقوقو، ټولنیزو او بنيادي خدمتونو وړاندې کول.
  • دملي اونړيوالو مرستو راجلبول.

اساسي ارزښتونه

  • موږ ټول فعاليتونه د دين او کلتور د نورمونو او ارزښتونو سره سم په  صداقت، لاس رسي، روڼتيا( شفافيت)  او حساب ورکونې سره کوو.
  •  موږ د هېواد دننه او بهر د بې ځايه شوو، راستنېدونکو او مهاجرینو دګټوڅخه ملاتړ کوو.
  •  موږ په ګمارنو او د خدمتونو په وړاندې کولوکې لوړ مسلکي معيارونه په پام کې نيسو.
  • موږ دهېواد په وده او پرمختيا کې د مهاجرینواو راستنېدونکو پر رغنده رول باور لرو.
  • موږ متوازنه او دوامداره پرمختګ او د مهاجرینو او ټولنو اړتياوو او نظرياتو ته په پام سره د ځای پرځای کېدنې ګډې کړنلارې ته ژمن يو.
  • موږ دښځو او نورو زيانمنو شوو ډلو فعاله رول او ګډون ته د اهميت په توګه ګورو.
  •  موږ د اړوندو شريکانو په همکارۍ اوهمغږۍ ټينګ باورلرو.
  •  موږ دانتقاد مننونکې کلتور د ودې  په هڅه کې يو.