د ملګرو ملتونو د سازمان غړو ادارو سره دسکتوري وزارتونو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د ملګرو ملتونو سازمان غړو ادارو سره د سکتوري وزارتونو ناسته، چې د بشري مرستوپه اړه د نا دولتي موسسو د فعالېتونو د څارنې او کنترول په موخه جوړه شوه؛ ترسره شوه.
دغه ناسته چې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنيف یې مشري کوله، دکليو بيا رغونې وزارت، د شهيدانو او معلولینو وزارت، د عامې روغتيا وزارت، پېښو ته د رسېدنې وزارت، د ماليې او د کورنيو چارو د وزارتونو د مرستيالانو او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د لوی رئیس تر څنګ د کډوالو او راستنېدو نکو چارو مرستیال محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود.
په ناسته کې د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو ادارو سره، مستحقو وګړو ته د بشري مرستو په تنظیم، شفافيت او عادلانه وېش په تړاو خبرې او له یوبل سره د همغږۍ او همکارۍ ژمنې وشوې.