په کابل کې (٣٠٠) اړمنو بېځايه شوو کورنيو سره د ژمنيو توکو مرستې وشوې

anwari_morr
12
 
 
په کابل کې (٣٠٠) اړمنوبېځايه شوو کورنيو سره د نني افغانستان د يووالي او مرستو موسسې لخوا د ژمنيو توکو مرسته وکړه.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس قاري عبدالمتين رحيمزي د يادې موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او و يې ويل: زموږ هېوادوالو په اوسنيو شرايطو کې دا ډول مرستو ته ډېره اړتيا لري.
هغه په ټولو موسساتو او خېريه بنسټونو غږ وکړ, چې د اړمنو هېوادوالو سره مرستې وکړي.
د نوموړي په وينا،د مهاجرينو او راستنېدونکو وزارت ژمن چې د ټولو اړمنو هېوادوالو ته مرستې پر وخت او شفاف ډول ورسوي.
دغه راز د ننې افغانستان د يووالي او مرستو موسسې اجراييوي رئيس ډاکټر عبدالحق نيازي د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د مشرتابه څخه مننه وکړه او ويې ويل: زموږ موسسه له ډېرو کلونو راهېسې په افغانستان کې بېوزلو خلکو سره مرستې کوي او په راتلوکي کې هم دا ډول مرستو ته ژمن يو.
هغه زياته کړه، په ننيو مرستو کې، څلور توشکي, څلور کمپلې،څلور بالښتونه، يوه درۍ، د اشپزخانې مکمل سامان او د ماشومانو د لوبو کڅوړه شامل دي.