د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني په ملتیا د لوګر او خوست له څو تنو علمای کرامو سره وکتل.
له خوست او لوګر څخه راغلو علمای کرامو له ښوونیزو بنسټونو او علمای کرامو سره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکاریو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې دیني مدرسو ښه پرمختګونه کړي او افغان ځوانانو ته په کور دننه، د زده کړو زمینه چمتو شوې ده.
حاضرو علماوو د اسلامي نظام په بریا کې د مدرسو د قربانیو ستاینه وکړه او د مدرسو پر لاپراختیا یې ټېنګار وکړ.
همدارنګه د ناستې پر دوام د لوګر د جهادي مدرسې او د خوست د امداد العلوم مهتمیمینو ځینې وړاندېزونه او مشورې په ناسته کې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د کور او ښار جوړولو ښاغلي وزیر په ملتیا راغلو علماوو ته ښه راغلاست وویل او په اړوندو چارو کې یې د هغوي د هڅو ستاینه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر دیني مدرسې د افغان ټولنې ارزښتمنه برخه وبلله او د مدرسو پر مسلکي چلند او د دیني زده کړو تر څنګ د اړتیا وړ عصري علومو پر تدریس یې ټينګار وکړ.
محترم وزیر علمای کرام او دیني مدرسې د نورو تعلیمي بنسټونو به څېر، حکومت ته د سلا مشورو غوره بنسټونه یاد کړل او څرګنده یې کړه، چې په ناسته کې د علماوو لخوا پر شریکو شوو وړاندېزونو به غور وشي.
