د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۴۴
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې د مهاجرینو لپاره د ودان افغانستان او د ناروې له پلاوي موسسې سره د ۱ میلیون ۴۴۷ زره او ۳۳ ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې، د مهاجرينو لپاره د ناروې د پلاوي موسسه به د دايمي سرپناوو جوړولو، د سرپنا د ترميم او بيارغونې، د کور د کرايې د ورکړې، د سولرو د پېرلو او د مهاجرینو لپاره د سرپناوو د جوړولو او ترميم په برخه کې ٨ سوه ۶۰ زره او ۳۷ امریکایي ډالره لګوي، چې کابل، کندهار، کندز، ننګرهار، سرپل، هرات او زابل ولایتونو کې به ۵ زره ۵۶۸ کسان ګټه ترې واخلي.
او د ودان افغانستان موسسه به د ۲ لکه ۳۸ زره او ۶۹۶ ډالرو په ارزښت د مچیو ساتنې د زده کړې او بازارموندنې، سوداګرۍ او په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ۱۵۰ کسانو لپاره د مچیو ساتنې د کیت د پیرودلو په برخه کې ولګوي.
دا هوکړه ليکونه د وزارت د مسلکي معینیت سرپرست محمد جان خدرخېل او د دعوت او ارشاد رييس او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسليک شول.

 

تازه ترین خبر

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

نشست وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان با نمایندگان کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان و برنامه انکشافی سازمان ملل متحد برگزار شد

نشستی به ریاست محترم مولوی سعید احمد بنوری، رئیس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، با نمایندگان کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان (UNHCR) و برنامه انکشافی سازمان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

یک تفاهم ‌نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان یک تفاهم نامه همکاری را با موسسه مرکز تعلیمی زنان افغان به ارزش 537 هزار و 855 دالر امریکایی به امضاء رسانید.
به اساس تفاهم نامه که عقد گردید موسسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

برنامه ساده‌سازی پروسه ‌های اداری در وزارت امور مهاجرین برگزارشد


برنامه ای‌ به منظور ساده‌سازی پروسه‌ های اداری با حضور نمایندگان ریاست محترم عمومی اداره امور ا.ا.ا، شماری از روسا و آمرین در تالار کنفرانس های وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان ،. . .

بازگشت به خبر