د وزارت مسلکي مرستیال کندهار ته په خپل سفر کې د سپین بولدک سرحدي آمریت او تخته پل مېشتغالي لیدنه وکړه.

sadam_morr
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د سپین بولدک د آمریت او تخته پل مېشتغالي د لیدنې پرمهال د همکارو بنسټونو ترسره شوي خدمتونه وکتل او مسولینو ته یې د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د وزارت مسلکي مرستیال د سپین بولدک د سرحدي آمریت له کارکوونکو سره وکتل او د دغه آمریت او د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو د کړنو څارنه یې وکړه.
باید وویل شي، چې له پاکستانه راستنېدونکي مهاجرین ۴۸ ساعته د تخته پل مېشتغالي کې تېروي او د همکارو بنسټونو او اړوندو ادارو له بشري خدمتونو څخه برخمن کېږي.