تېره اونۍ له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه
د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په پکتيکا، کاپيسا، کابل، بلخ او ننګرهار ولايتونو کې له ۸۰۴ کورنيو سره د زمري مياشتې له ۲۰ مې څخه تر ۲۵ نېټې پورې د يوې اونۍ په بهیر کې مرسته شوې.
په پورتنیو بې ځایه شویو کورنیو او همدا راز یو شمېر بې وزله او اړمنو کورنیو ته د پورته ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ نغدي مرستې ووېشلې.