له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( ۲۸) مه ( ۱۴۷۱) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
په يادو راستنېدونکو کې ( ۵۷) کورنۍ چې ( ۹۲) تنه کېږي د ( ۱۳۷۹) تنونورو مجردينو سره هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره له ډلې يې ( ۹) کورنۍچې (۳۰) تنه کېږي د ( ۷۸) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور و پېژند شول.