الحاج خليل الرحمن حقاني ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير ښاغلي الحاج خليل الرحمن حقاني د رمضان په ۲۰ مه ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ.
د سفر پر مهال يې د ياد ولايت د ميشتو ولسونو د حال پوښتنه وکړه،د هغوي ستونزې يې واورېدې او د حل لپاره يې ډاډ ورکړ.
همدارنګه يې تقريباً له زرو اړمنو، بې ځايه شوو، د شهيدانو او معلولينو د کورنيو سره د خوراکي توکو او نقدي پيسو مرسته وکړه
د مرستو د ويش پر مهال نوموړي وويل چې هڅه کوو مرسته په شفاف ډول د هيواد لرې پرتو سيمو ته ورسوو او له ولسونو يې وغوښتل چې د وړ او مستحقو کورنيو په پيژندلو او نښه کولو کې د وزارت د اړوندو ادارو سره مرسته وکړي
وروسته د ميدان وردګو ولايت والي خپله وينا وکړه او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له وزير ښاغلي الحاج خليل الرحمن حقاني د راتګ او پاملرنې څخه يې مننه وکړه.