کابل کې (٢٣٨) اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د کابل قره باغ ولسوالۍ د استاد خليل الله خليلي مهاجرينو ښارګوټي کې د مسلم حينډ موسسې له خوا د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ له (٢٣٨) اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغه مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره(٨٠)کيلو وړه،(١٥) کيلو لوبيا،(١٥) لېتره غوړي(١٢) کيلو بوره،(٣٠) کيلو وريجې،(٦)پاکټه مالګه، کمپلې،بالښتونه او توشکونه په پام کې نيول شوي وو.
د يادونې وړ ده چې دغه مرسته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د مالي او اداري امر او د دغې موسسې د مسؤلينو په شتون کې په اړمنو کورنيو و وېشل شوه.