الحاج خلیل الرحمن حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د غور ولایت څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۰/۱۱/۲۲ - ۸:۴۶
_
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پلاوی د سلواغې په (٢١) مه چې مشري یې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني کوله د غور ولایت څخه لیدنه وکړه، دکډوالو چارو امریت چارې له نږدی وڅارلې، څو شېبې د دې ولایت د ناستو په تالار کې دیو شمېر مشرانو،کشرانو،دیني عالیمانو،بېلابېلو قومونو او دراستنېدونکو اوبېځايه شوو داستازو ستونزې او ننګونې واورېدې.
ګډونوالو د ښاغلي وزیرڅخه مننه وکړه چې غور ولایت ته یې سفر وکړ او بشري مرستې یې دې ولایت ته را ولېږلې.
ښاغلي حقاني ددې ولایت د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او د دوی څخه یې مننه وکړه چې په ستخو حالاتوکې یې د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې او دهېواد دخپلواکۍ لپاره په میړانه او زړورتیا جنګېدلي.
هغه ټولو اداروته لارښونه وکړه چې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او مستحقو اړمنو کورنیو ته دې په وخت رسیدګي وشي ، په همدې تړاو یې د دې امریت ټولو کارمندانو ته لازم سپارښتنې وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په سطح به د داخلې بېځایه شوو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه لازم او عاجل اقدامات وکړي.
همدارنګه د غور ولایت د سیمه ییزو چارواکو او دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلاوي په شتون کې چې مشري یې الحاج خلیل الرحمن حقاني کوله(٢٠٠) کورنیو ته یوه بوجۍ وریحې، یوه بوجۍ غنم، دوه دوه کمپلې او یو یو جمپر ووېشل شو.

تازه ترین خبر

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت ‌کننده گان با والی ولایت لوگر، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر، وزیر امور مهاجرین و عودت‌کننده گان، با قاری صلاح‌الدین ایوبی والی ولایت لوگر، در دفتر کاری ‌اش دیدار کرد.
در این نشست که رئیس امور مهاجرین ولایت لوگر نیز حضور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

معاون کمیشنری عالی ملل متحد درامور پناهنده گان: با افزایش بودیجه، کمک رسانی برای مهاجرین بیشتر خواهد شد

نکات فوق را خانم وینسا متر بولی معاون کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهنده گان (UNHCR) در دیداری که با محترم مولوی سعید احمد بنوری رئیس دفتر مقام وزارت امور مهاجرین و عودت‌کننده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان با معاون والی ولایت پکتیا، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی ولایت پکتیا، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار که در مورد به وضعیت برگشت‌کنندگان. . .

بازگشت به خبر