بغلان کې اړمنو کورنیو ته دژمنیو مرستو دوېش لړۍ پیل شوه

anwari_morr

دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې دبغلان ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٩٩) اړمنوبېځايه شوو کورنیو ته دژمنیو مرستو دوېش لړۍ پیل شوه.

يادې کورنۍ چې دبغلان ولایت دمهاجرینو ریاست له لورې دکډوالۍ نړیوال سازمان سره په ګډه همغږۍ سروې او دمرستولپاره مستحقې پېژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې،ژمنۍ بستره، دماشومانو ژمني لباسونه او درې درې کمپلې په نظر کې نیول شوې وې چې دمرستودوېش لړۍ یې یکشنبه دمرغومي (٥) مه رسماً پیل شوه.