فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره خوراکي او  روغتيايي کڅوړ مرسته وشوه

sadam_morr

د خوراک نړيوال سازمان WFP او DACAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۰۵  بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.

 يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې  دتلې په ۱۰مه او ۱۱مه هرې کورنۍ ته  ۱ قوطۍ غوړي، ۷ کيلو دالنخود او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.